المدة الزمنية 15:18

د ترکې بورسونو ته د ثبت نام عمومي لارښود اوله ویډیوGeanral Guide for Turkey scholarship الإمارات العربية المتحدة

بواسطة Educational Info
343 مشاهدة
0
15
تم نشره في 2020/01/18

#Turkey #5000scholarship #Scholarship #بورسونه #سکالرشیپ #ترکیه #بورسونه ترکې سکالرشیپونو ته د انلاین نوم لیکنې عمومي د لارښود اوله ویډیو درسره وګوری.په لینک کلیک کړی او چینل درسره سبسکرایب کړی د نورو پاتې ویډیوګانو لپاره.ددې بورسونو پاتې ویډیوګانې هم په دې چینل کې کتلی شی.هیله ده له نورو ملګرو سره یې هم شریکه کړی ترکې هیواد د لسانس، ماسټرۍ، او دکتورا په کچه هر کال 5000 بورسونه اعلانوي زرین چانس دی Turkey scholarship #ترکيې_هېواد_سکالرشیپونو_لارښود د #تركيې د بورسونو #بشپړ_لارښود او #ګټورې_مشورې د 2020 كال د لېسانس، ماسټرۍ او دوكتورا په سويه د تركيې د تحصيلي بورسونو لپاره د نوم ليكنې بهير د جنوري په لسمه نېټه پيل او د فېبروري مياشتې تر شلمې نېټې پورې به دوام وكړي. هېره نه كړئ چې دقيقه نوم ليكنه ستاسې د برياليتوب ضمانت كوي. د یادولو وړ ده چې د Win Scholarship ټيم به تاسو ته ويډيویي لارښود او همدارنکه په ژوندۍ بڼه یو پروګرام ولري. نو که پوښتنه لرئ له ځان سره یې وساتئ تر څو په ژوندۍ بڼه یې په مخامخ توګه له یو مجرب کس څخه وپوښتئ. هیله ده چې زموږ پاڼه له دوستانو سره شریکه کړئ، ستاسو مرسته زموږ سره د پاڼې شېیر کول دي تر څو ډېری ځوانانو ته خبر ورسېږي او دې بورسونو ته اپلای وکړي. د نوم لیکنې رسمي وېبپاڼه: https://knowledgeofficial.com/turkey-government-offers-5000-scholarships-for-afghanistan/ #عمومي_معلومات تركيه د لېسانس، ماسټرۍ او دوكتورا سربېره په يو شمېر نورو برخو كې هر كال شاوخوا ۵۰۰۰ بورسونه وركوي. دې بورسونو ته د نړۍ د ټولو هېوادونو نه نږدې ۹۰ زره زده كوونكي مراجعه كوي. تركيه په پام كې لري چې سږ كال څه باندې ۵۰۰۰ كسانو ته تحصيلي بورسونه وركړي. داسې اټكل كيږي چې سږ به دې بورسونو ته د نړۍ د ټولو هېوادونو نه شاوخوا ۱۰۰ زره كسان مراجعه وكړي. د تركيې بورسونه په نړۍ كې يواځيني تحصيلي بورسونه نه دي چې د هېڅ ډول آزموينې پرته وركول كيږي. هغه زده كوونكي چې د بورسونو په ابتدايي شرايطو برابر وي يواځې د نوم ليكنې د آنلاين فورمې په ډكولو سره ددې چانس لري چې په تركيه كې لوړې زده كړې وكړي. د تركيې بورسونو ته د نوماندو كسانو د ټاكل كېدو پروسه ډېره شفافه ده. د ټولو نوماندو د نوم ليكنې فورمې او اسناد په انقره كې د ځانګړي مسلكي ټيم لخوا ارزيابي كيږي. مركه يا انټرويو هم د همدې ټيم لخوا ترسره كيږي. ددې امله د درغليو د ترسره كولو او واسطې احتمال پكې نشته دى. د بورسونو ګټونكي، د دوى د اسنادو تر څنګ د نوم ليكنې په فورمه كې د معلوماتو له مخې ټاكل كيږي. پدې لړ كې نږدې ۱۰۰ زره كسان رقابت كوي. ددې امله د نوم ليكنې په فورمه كې د زده كوونكو لخوا ليكل شوې هره جمله ډېره مهمه ده. حتى يوه جمله كيداى شي چې ستاسې د برياليتوب يا پاتې كېدو لامل شي. دا معلومات د Win Scholarship د ټیم له لوري راټول او برابر شوي دي. د تركيې د تحصيلي بورسونو امكانات د تركيې د تحصيلي بورسونو ټول امكانات وړيا دي. ددې ترڅنګ لاندې خدمات هم په وړيا توګه وړاندې كيږي. ۱- محصلينو ته مياشتنى معاش د لېسانس د پروګرامونو لپاره هره مياشت لږ تر لږه ۷۰۰ تركي لېرې وركول كيږي . د ماسټرۍ د پروګرام لپاره هره مياشت لږ تر لږه ۹۵۰ تركي لېرې وركول كيږي . د دکتورا د پروګرام لپاره هره مياشت لږ تر لږه ۱۴۰۰ تركي لېرې وركول کېږي. د فوق دکتورا د پروګرام لپاره هره مياشت لږ تر لږه ۲۲۰۰ تركي لېرې وركول كيږي . د یادولو وړ ده چې د دکتورا او فوق دکتورا بورسونو لپاره به د کور کرایه هم سږ کال ورکړل شي. ۲- استوګنه په

الفئة

عرض المزيد

تعليقات - 0